په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"پاکستان کې د عبدالقادر ملا د اعدامولو موضوع جدي نه ده"

په بنګله ديش کې سترې محکمې د جماعت اسلامي د مشر عبدالقادر ملا د اعدامولو پريکړه پر خپل ځای پريښوده.

عبدالقادر ملا ته د سه شنبې په ورځ د مرګ جزا ورکول کیده خو په وروستيو شيبو کې ودرول شوه.

پر ده تور دی، چې په ۱۹۷۱ کال کې يې له پاکستانه د بنګله ديش د آزادۍ پر مهال جنګي جرمونه کړي دي.

د بنگله ديش لوى څارنوال محبوب عالم بي بي سي ته وويل په دې برخه کې قانوني پړاوونه پائ ته رسيدلي خو وايي ولسمشر کولاى شي چې عبدالقادر ملا وبخښي.

په بنګله دیش کې د جنگي جرمونو د ځانگړي محکمې له لوري د جماعت اسلامي ګوند څو تنو غړو ته په دې خاطر د مرګ سزا ورکړل شوې چې ګواکې د خپلواکۍ پرمهال یې د پاکستان ملاتړ کړی.

خو ښاغلى ملا به لومړى کس وي چې د مرگ سزا به پرې پلى کېږي.

په پاکستان کې دې موضوع ته څنګه کتل کېږي؟

دا پوښتنه متین سمسور په پیښور کې له متقاعد ډګروال سعد محمد نه کړې ده.