په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ازاده جرګه: پنځلسم پروګرام،‌ قومي مشران

د آزادې جرګې پنځلسمه خپرونه کې په محلي جرګو او شوراګانو کې د قومي مشرانو پر ونډه خبرې شوې دي.

دافغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشره ډاکټره سیما سمر، قومي مشر پاچا خان ځدراڼ، د افغانستان د ملي شورا د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د افغانستان د ترک توکمو د اسلامي شورا مشر محمد اکبر بای، مدني فعاله او سندر غاړې ښاپیرۍ نغمه او تر پنځوسو عام افغانان د بیلابیلو ولایاتو څخه دغې خپرونې کې ګډون کړی دى.

د آزدې جرگې دغه خپرونه په کابل کې شعيب شريفي چمتو کړې او داود جنبش يې وړاندې کوي.