اسرائيل
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

پر اسرائيلو د عرب پسرلي اغېز

اسرائيل د عرب پسرلي له پېښو لیرې و، خو په منځني ختيځ کې جغرافیوي موقعیت یې له امنیتي ننګونو اندېښنې ډېرې کړې دي، په تېره بیا کله چې د سوریې کړکېچ اوږد شو او د نیول شوي جولان او سیناء تر پولو پورې د ناامنیو لمن وغځېده.

درې کاله وروسته، اسرائيلو د منځني ختيځ اړدوړ ته د خیر پر غونډۍ ناست او وضعیت یې څاره، چې ایا بدلونونه به د دوی په ګټه وي او که به د ځينو عربي حکومتونو په کمزورېدو اسرائيل پیاوړي شي؟

له القدس ښاره فراس الخطیب دغه راپور چمتو کړی، چې هدایت الله همیم پښتو کړی دی.