په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اسلامي همکارۍ له ټولنې د افغانستان غوښتنه

افغان چارواکي وايي په هېواد کې د سولې او پخلاينې لپاره د اسلامي هېوادو له ټولنې د مرستې غوښتنه کوي.

د سولې د حکومتي شورا يو استازى به دا غوښتنه د اسلامي همکارۍ د ټولنې په غونډه کې په سعودي عرب کې وړاندې کړي.

د سولې شورا وايي په سعودي کې د طالبانو د دفتر له پرانستنې سره هم مخالفت نلري.

د دغې شورا له وياند مولوي شهزاده شاهد نه په کابل کې زموږ همکار حفيظ الله معروف د دوى د سوله ييزو هڅو جزييات پوښتلي دي.