په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د والګا ګراد تمځي ځانمرګی برید

د روسیې د والګا ګراد ښار د اورګاډو په یوه تمځي کې ځانمرګی برید شوی.

دې برید لږ تر لږه څوارلس کسان وژلي دي.

په برید کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي هم دي.

د روسیې امنیتي ځواکونو ویلي دغه برید د یوې مېرمنې له خوا ترسره شو.

برید په داسې وخت کې کېږي چې د کرسمس د رخصتیو په مناسبت په تمځي کې د مساپرو ګڼه ګوڼه ډېره وه.

ټاکل شوې چې د راتلونکي کال په فبروري میاشت کې د روسیې په سوچي ښار کې ژمنۍ المپيک لوبې ترسره شي.

خو ویل کېـږي د حکومت ضد وسله والې ډلې له برید سره په سیمه کې تاو تریخوالی ډېرول او د لوبو لپاره چمتووالی ګډوډول غواړي.

په مسکو کې د چارو کارپوه عبدلعلیم میرازی د دې برید په اړه د خلکو پر نظر غږېږي