پالمرسټن ټاپو
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د ځمکې په وروستۍ برخه کې کوچنی ټاپو

په ارام سمندر کې د پالمرسټن ټاپو، چې ډېر انسانان په کې نه اوسېږي، د ځمکې پر سر له انساني مېشت ځایونو او د راکړې ورکړې له ځایونو ډېر لیرې دی.

دغه ټاپو ته تګ له خطر سره مل وي، خو ځانګړتیا یې دا ده چې زیاتره اوسېدونکي یې د یوه سړي اولاده ده، ویلیم مارسټرز یوسل او پنځوس کاله مخکې دلته د ارام سمندر له یوه ټاپو له خپلو درو مېرمنو سره راغلی و، چې بیا وروسته دغه ټول ټاپو د ملکې ویکتوریا له خوا هغه ته ډالۍ شو.