په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د بګرام زندانیانو خلاصون لپاره بشري حقونو څه کړي؟

بګرام زندان کې د بندیانو د دوسیو څېړلو کمېټې ۶۵۰ تنه چې د ترهګرۍ له توره سپین ختلي، له بنده ازاد کړې دي. د دغې کمېټې چارواکي وايي دغه کسان امریکايي ځواکونو په تېرو کلونو کې له خپلو کورونو، د کار له ځایونو او لارو نیولي وو.

کمېټې د ۱۱۴ نورو کسانو دوسیې د څېړنو لپاره د افغانستان لویې څارنوالۍ ته لېږلې دي. خو دا بندیان ولې تر اوسه نه پرېښودل کېدل؟ برخلیک به یې څه کېږي او بیا به نه نېول کېږي؟ دا او نورې پوښتنې مو د یوې مرکې په پیل کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون له ویاند رفیع الله بیداره وکړې.