په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

۲۰۱۳: د بوتل جګړې، 'بلدوزري' ژمنه او 'مجددي هجرت'

د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې افغانستان د نړۍ هغه سیمه وه چې په اړه یې په نړیوالو رسنیو کې ډېر څه خپاره شول. د دې پېښو ا غېز په ځینو مواردو کې ناهیلې کوونکي خو په ځینو برخو کې د اورېدونکو او لیدونکو لپاره جالب او خندوونکي وو. په کابل کې زموږ همکار سمیع الله موسی زي د تېر کال په اوږدو کې د مهمو جالبو مسایلو په اړه دا راپور چمتو کړی دی.