په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"په اسیايي لوبو کې ګډون د افغان کرېکټ لوبډلې لاسته راوړنه او حق بولو"

Image caption د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند ښاغلي هوتک وايي د نوموړي بورډ او افغان لوبډلې د هڅو پایله ده چې په اسيايي لوبو کې ګډون کوي

د کرېکټ اسیايي شورا پرېکړه کړې چې د افغانستان د کرېکټ لوبډله به د اسیايي جام په لوبو کې د کرېکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو سره سیالي کوي.

په پام کې ده چې د کرېکټ د اسيايي جام سیالۍ د فبرورۍ د میاشتې له ۲۴ نیټې څخه د مارچ تر اوومې نیټې پورې د هندوستان، پاکستان، سریلنکا، بنګله دېش او افغانستان د لوبډلو ترمنځ ترسره شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید احمد هوتک له ابراهیم امیري سره په دې تړاو د خبرو په پیل کې په دې لوبو کې د افغان لوبډلې ګډون لویه لاسته راوړنه وبلله.