په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د انلاین له لارې ترلاسه شوي سندونه ارزوو"

د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي هغه محصلین چې له لېری واټن نه زده کړې کوي او پوهنتونونه یې له نړیوالو معیارونو سره برابر نه وي، تحصلي سند یې دغه وزارت ته د منلو نه دی.

دغه وزارت پر داسې مهال دا خبره کوي چې په افغانستان کې له لېری واټن نه د زده کړو دود په ډېرېدو دی او تازه تازه ۲۷ کسانو د هندوستان له یوه پوهنتون نه د ماسټرۍ سندونه اخیستي دي.

د لوړو زده کړو مرستیال وزیر محمد عثمان بابري وايي که چېرې بهرنی پوهنتون له نړیوالو معیارونو سره برابر وي، نو د فارغو شویو کسانو اسناد به له ارزونې وروسته ومني.

په کابل کې زموږ همکار حفیظ الله معروف له نوموړي سره د لرې واټن د زده کړو په اړه خبرې کړې او په سرکې یې پوښتلي چې له وزارت سره د لېری واټن د زده کړو په اړه کومه بنسټونه راجستر شوې دي؟