په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له ټاکنو سره د بنګله دېش د مخالف ګوند د شلون علتونه څه دي؟

په بنګله دېش کې د یکشنبې په ورځ (د جنورۍ پنځمه) د ټول ټاکنو په درشل کې د رایې اچونې نژدي ۱۰۰ مرکزونه سوځول شوي دي.

دغه مرکزونه وروسته له هغه وسوځول شول چې د بنګله دېش لوی مخالف ګوند له ټاکنو سره پریکون او په ټول هېواد کې یې د ۴۸ ساعتونو لپاره د احتجاج اعلان وکړ.

دغه ګوند ټاکنې د وخت ضایع کېدل او یو بې ځایه کار بولي.

په همدې حال کې امریکا، روسیې او اروپايي اتحادیې بنګله دېش ته د ټاکنو د څارنې لپاره د خپلو څارونکو له استولو ډډه کړې.

شننونکي وايي له ټاکنو سره د بنگله دېش د لوی مخالف ګوند له شلون سره څرګنده ده چې د شیخ حسینې واکمن ګوند به ټاکنې گټي.

پوښتنه اوس داده چې آيا دغه ډول ټاکنې به اعتبار ولري؟

په دې هکله متین سمسور په پېښور کې د ډان ورځپاڼې له مدير اسماعيل خان سره مرکه کړې او په پیل کې یې پوښتلی چې له ټاکنو سره د بنګله دېش د ملي ګوند د شلون علتونه څه دي؟