په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

المالکي وايي له فلوجې القاعده وشړئ

د عراق لومړي وزیر نوري المالکي د دغه هېواد د فلوجې ښار پر اوسېدونکو غږ کړی چې ټول هغه وسله وال وشړي چې له القاعدې سره تړاو لري.

دغلته حکومتي ځواکونه د هغو القاعده وسله والو او د هغوی له خواخوږو قبایلي جنګیالیو سره په جګړه کې دي چې د فلوجې او رمادي ښارونو واک یې تر ګوتو کړی.

له فلوجې ښار نه په زرګونه کورنۍ له هغه وروسته وتښتېدې چې دولتي ځواکونو پرې بمبارۍ وکړې.

د اسماعیل میاخیل رپوټ