په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د برازیل د "ډېرو ډاکترانو پروګرام" ولې لانجمن دی؟

سږ کال په میلیونونه برازیلیان د هغه هېواد سړکونو ته ووتل او د ښو عامه خدماتو غوښتنه یې وکړه.

دې ته د ولسمشرې دېلما روسېف عمده ځواب د لا ډېرو ډاکترانو د پروګرام و. د دې پروګرام موخه دا ده چې د برازیل لرو پرتو سیمو ته روغتیايي خدمات واستوي.

خو ناندرۍ یې ځکه را وپارولې چې ډېری ډاکتران یې بهرنيان دي، هغه هم کیوبایان.

تر شپږو زرو ډېر ډاکتران لا له وړاندې بې وزلو سیمو ته استول شوې دي او دوه چنده نور به هم ولېږل شي.