په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

روسیې سوچي ته ۳۰۰۰۰ سرتېري ولېږل

شاوخوا ۳۰ زره روسي سرتېري د دغه هېواد د سوېلي ښار سوچي پر لور خوځېدلي چې دغلته په ژمي کې د کېدونکو اولمپیک لوبو تر پیل وړاندې امنیتي عملیات تر سره کړي.

د لوبو د امنیت په اړه اندېښنې تر هغه وروسته ډېرې شوې چې په روسیه کې دوه ځانمرګي بریدونه وشول. دا نوې پرمختیا ښيي چې سر له اوسه به په کوربه ښار کې امنیتي تدابیر سخت وي.