په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په چين کې د هوا ککړتيا اندېښنې

په چين کې چارواکي وايي ډاډه دي چې د خپل هېواد ککړې هوا غم به کوي.

د چين څو ښارونو کې هوا دومره ککړه شوې چې له امله يې چارواکي موجبوره شوي پر سړکونو د موټرو شمېر کم کړي.

په شانګهای کې يې همداسې کړي.

د ډېرو چینايانو لپاره اوس ککړه هوا یو لوی سرخوږی دی.

میروېس میاخېل د چین د ولس لپاره د دې نوي خطر او د مخنويي پر وړاندې ګامونو په اړه دا رپوټ لري.