په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغان جګړه او د امريکا سټراټيژي

د امريکا د دفاع پخواني وزیر را برټ ګېټس د يادښتونو خپل یوه کتاب کې لیکلي چې بارک اوباما په افغانستان کې پر خپلې پوځي سټراټیژۍ باور بایللی دی.

ده همدا رنګه د اوباما پر جګړه ییز سیاست هم نيوکه کړې دي.

رابرټ ګېټس ويلي ولسمشر اوباما هېڅ د افغان ولسمشر حامد کرزي دريځ نه شو زغملی.

تر اوسه سپینې ماڼۍ دې خبرو ته په ځواب کې څه نه دې ويلي.

رابرټ ګېټس دا خبرې په داسې حال کې کړې چې نړیوال ځواکونه له افغانستانه د وتو تیاری نیسي.

ایا د دې کال په وروستیو کې په افغانستان کې د نړيوالو ځواکونو جګړه ييز ماموريت پای سره به هلته د ناټو سرتېري پاتې کېږي که نه، هغه څه دي چې له امنيتي ټړون سره تړاو لري.

د واشنګټن-کابل ترمنځ دوه اړخيز امنيتي تړون چې په دې وروستیو کې پرې ډېرې ناندرۍ وشوې.