په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آیا ولسمشر اوباما افغانستان کې پر خپلې تګلارې بې باوره و؟

Image caption د سعیدې محمود په کوربتوب د دې بحث ګډونوال دي سرور احمدزی او غفور لیوال.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر رابرټ ګېټس په افغانستان کې د بارک اوباما پر جګړه ییز سیاست نیوکه کړې ده.

ښاغلی ګېټس چې د پخواني ولسمشر جورج بوش او بارک اوباما د واکمنۍ پرمهال د دفاع وزیر پاتې شوی، د خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکلي چې بارک اوباما افغانستان کې پر خپلې پوځي تګلارې بې باوره و.

د هغه ټولنې غوښتنې دا وې چې له دغه هېواده ژر ووځي.

ښاغلي ګېټس په خپل دغه کتاب کې چې ډيوټي/ماموريت نومېږي او راتلونکې اوونۍ مارکیټ ته ووځي لیکي د اوباما د واکمنۍ په پيل کې پر جګپوړو پوځي قومندانانو د ولسمشر او مرسیالانو په ګډون، د سپینې ماڼۍ د جګپوړو چارواکو بې باوري او بد ګوماني د ده لپاره یو لوی سرخوږی وګرځېد.

سعیدې محمود د ښاغلي ګېټس دا څرگندوني په کابل کې د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز له مشر غفور ليوال او د سياسي چارو له کارپوه سرور احمدزي سره په يوه لنډ بحث کې څېړلي او سر کې یې له ښاغلي لیوال نه پوښتنه کړې چې د ښاغلي ګېټس د څرګندونو پایلې د افغانستان او امريکا لپاره څه کېداى شي.