په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آیا د نادره مرغانو د ښکار مخنیوي شوی؟

Image caption د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې مرستيال عبدالولي مدقق

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې په لسگونو فعالانو د هغه څه پرضد احتجاج کړى چې د يو شمير عربانو له لوري د افغانستان په لویدیځ کې د نادره مرغانو او ژوو ناقانونه ښکار بلل شوی.

د مدني ټولنې د همغږۍ شبکه وایي دوی داسې مالومات تر گوتو کړي چې ښيي یو شمېر عربان د ځینو افغان چارواکو په مرسته د هېواد په لويديځ کې د نادره ژوو او مرغانو ښکار کوي.

د افغانستان د چاپيريال ساتني اداره وايي په ناقانونه توگه د نادره ژوو اومرغانو ښکار په هېواد کې د دغو مرغانو او ژوو نسلونه د له منځه تللو له خطر سره مخامخ کړي دي.

آیا حکومت د دې ډول ښکار د مخنيوي لپاره څه کړي دي؟

په همدې اړه متین سمسور د افغانستان د چاپيريال ساتنې ادارې له مرستيال عبدالولي مدقق سره مرکه کړې او لومړى یې په افغانستان کې ترې د مرغانو په اړه د مالوماتو غوښتنه کړې.