په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

شیخ محمد: پر ایران د بندیزونو ختمولو ښه وخت دی

د عربي متحدو اماراتو دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې پر ایران نړیوال بندیزونه لیرې کړي. د اماراتو واکمن دا څرګندونې په دوبۍ کې د بي بي سي له خبریا جان سوپېل سره کړې دي. آل مکتوم وايي، باور لري، چې تهران په دې کې ریښتینی دی، چې اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي.