په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د مصر اساسي قانون ټولپوښتنې دوهمه ورځ

په مصر کې د اساسي قانون لیکل شوې مسودې په اړه رایه اچونه په دویمه او وروستۍ ورځ هم ترسره شوه.

دا یوازې شپږ میاشتې وروسته له هغه کېږي چې د دغه هېواد پوځ د محمد مرسي اسپلامپالی دولت وپرځاوه.

تر اوسه د مرسي ملاتړو او پولیسو په نښتو کې نهه کسان وژل شوې دي.

اخوان المسلمین خپلو پلویانو ته ويلي چې ټولپوښتنه کې ګډون و نه کړي.