په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټاکنو کې د حزب اسلامي گډون څومره مهم دى

  • 15 جنوري 2014 - 25 مرغومی 1392

په افغانستان کې د انجنير گلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي په خپلو پلويانو غږ کړى چې په راتلونکو ټاکنوکې د برخې اخيستو لپاره دې د رايې اچونې کارتونه ترلاسه او په سياسي بهير کې بې تفاوته نه پاتې کيږي.

وړاندې حزب اسلامي د بهرنيو ځواکونو په شتون کې هرډول ټاکنو سره مخالفت ښودلى وو خو اوس د دې گوند د دعوت اوتنظيم په پاڼه کې خپلو ځايي مشرانو ته ويل شوي دي چې د ولايتي شوراگانو ټاکنو کې د هغو کانديدانو ملاتړ و کړي چې حزب اسلامي ته منسوب دي يا په اړه يې ښه نظر لري، او په دې ډول د هغه کانديدانو چې گوند بد بللي مخنيوى وشي.

خو دې ټولو سره سره تر دې دمه د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د گوند لخوا په څرگند ډول ديوۀ ځانگړي کانديد د ملاتړ خبره نه ده شوې.

عنايت الحق ياسيني په دغه راديويي بحث کې د ې ته کتنه کړې چې د انجنير حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي دا پرېکړه څومره مهمه ده، څه اغېزې درلودلاى شي، په ټاکنو کې د خلکو د ونډې په زياتولو به يې څه اثر وي ،

په دې بحث کې له ناروې څخه د حزب اسلامي پخوانى وياند او د حزب د سولې د هيئت غړى قريب الرحمان سعيد او له افغانستانه د سياسي چارو شنونکى او حقوق پوه سيد خالد سادات برخه لري.