په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"برتانیا به د پوځیانو په کمولو وړتیا له لاسه ورکړي"

د امريکا د دفاع پخوانى وزير رابرټ گېټس وايي د برتانوي عسکرو د شمېر کمول به د دې سبب شي چې دا هېواد په نړيوال ډگر کې د يوې لويې ونډې د درلودو وړتيا له لاسه ورکړي.

د برتانيا حکومت پتيېلې چې په شپږو کلو کې له پوځ نه ٣٠ زره تنه کم کړي چې ورسره به د پوځيانو ټول شمېر ١٤٧ زرو ته راټيټ شي.

خو د برتانيا دفاع وازرت وايي چې پوځ يې لاهم غښتلى دى او د دې هېواد پوځي بودجه د ستروالي له پلوه په نړۍ کې څلورمه ده.

په همدې تړاو د لا نورې روښانتيا لپاره داود جنبش د افغانستان د دفاع له یوه پخوانى مرستيال وزير جنرال عتيق الله بريالى سره چې اوس په لندن کې دى، غږېدلی او په پیل کې یې ترې پوښتنه کړې چې د رابرټ گېټس دا وينا چې برتانيا له خپل کوچني شوي پوځ سره په نړيوال ډگر کې احتمالا" د امريکا ښه شريک نه شي پاتېداى، څنگه تفسيروي؟