په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"سپوږمۍ به یې کورنې ته نه سپارو"

Image caption د هلمند والي محمد نعیم بلوڅ له متین سمسور سره د مرکې په حال کې.

د هلمند والي محمد نعيم بلوڅ ويلي چې د سپوږمۍ ژوند ته د ورپېښ خطر له کبله به خپلې کورنۍ ته ونه سپاري.

دوه اوونۍ دمخه د سپوږمۍ کيسه هغه مهال د نړيوالو خبرونو په سرټکو کې راغله چې افغان څارگرې ادارې وويل د هلمند ولايت خانشين ولسوالۍ ټغر په سيمه کې يې يوه نهه کلنه جلۍ نيولې چې د ځانمرگي بريد نيت يې درلود.

وروسته سپوږمۍ وويل چې د خپل طالب ورور له لوري هڅول شوې وه چې د پوليسو پر پوسته ځانمرگى بريد وکړي.

د هلمند والي لندن کې د بي بي سي په مرکز کې د مرکې په لړ کې د ذبيح الله مجاهد په نوم د طالبانو د وياند هغه ادعا هم بي بنسټه او يوه تبليغاتي خبره وبلله چې بي بي سي ته يې ويلي چې د نړيوالو ځواکونو له وتلو وروسته به دوى افغانستان کې واک ونيسي.

متین سمسور له ښاغلي بلوڅ سره د مرکې په پيل کې ترې پوښتنه کړې چې د سپوږمۍ راتلونکى برخليک به څنګه کېږي؟