په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"د روزونکي لارښونو ته پام بریالی کړم"

Image caption فريد احمد ملک وايي دکرېکټ لوبه يې له وړوکوالي خوښه وه او د خپل پلار په هڅونې یې د کرېکټ لوبې ته مخه کړې.

د افغانستان تر ۱۹ کلنو ټيټ عمره کرېکټ ملي لوبډلې خپلې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته بې سارې ماتې ورکړه.

د دواړو خواو ترمنځ د دوستانه سياليو په دريمې او وروستۍ لوبې کې چې لاهور کې ترسره شوه افغانستان په ټاکلو ۴۵ اورونو کې د ۲۶۷ منډو هدف وټاکه.

په ځواب کې یې پاکستانۍ لوبډلې وکولای شول چې یوازې ۵۲ منډې جوړې کړې.

افغان لوبغاړی فرید احمد ملک د اوو پاکستاني لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی انتخاب شو.

له فرید احمد ملک سره د عنایت الحق یاسیني مرکه واورئ.