په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کرزی: موږ د امریکا صادقانه دوستي غواړو

د انځور حقوق BBCPashto
Image caption ولسمشر حامد کرزي وايي موږ د امریکا سره صادقانه دوستي غواړو.

ولسمشر حامد کرزي خبردارى ورکړى چې له طالبانو سره د سولې بهير له پيلېدو مخکې به له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د افغانستان لپاره ډېرې بدې پايلې ولري.

هغه په دې برخه کې د کندمک او ډيورند تړونونو ته گوته ونيوله چې وايي ترننه پورې افغانان ترې کړېږي.

په اصولو کې تېرکال له امريکا سره پر امنيتي تړون هوکړه وشوه خو کرزى په دوامداره توگه د هغه له لاسليکولو ډډه کوي.

امریکا وايي له تړون پرته دوى نه شي کولى چې د ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې عسکر وساتي.

ولسمشر حامد کرزی وايي په افغانستان کې سوله د امریکا او پاکستان په لاسونو کې ده.

هغه دغه راز پر امريکا نيوکه وکړه چې بگرام زندان کې د بي گناه افغانانو په اچولو سره يې په لوى لاس له خلکو طالبان جوړ کړل.

په دې هکله خبریالانو ته د ولسمشر حامد کرزي بشپړه وینا واورئ.