قیوم کرزی
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

قیوم کرزی سوله کې د مخورو رول مهم بولي

د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو ته ولاړ کاندید قیوم کرزی وايي، که چېرې په ټاکنو کې بریالی شي، نو دغلته به د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره له ولسي مشرانو او مخورو د منځګړیتوب غوښتنه وکړي.

که څه هم هغه د سولې د اوسنۍ عالي شورا هڅې وستایلې، خو ټینګار یې دا و چې په دې برخه کې به د هغو مخورو مرسته وغواړي چې په کور کلي کې د نامې جامې خاوندان وي.

هغه دا رنګه د اوسني نظام ټولې هڅې چې په تېرو کلونو کې يې کړي وستایلې، خو زیاته یې کړه چې هغه تشې چې وې د هغو ‌ډکول او ولسي خلکو ته د کار او روزګار موندل به یې په کاري لومړیتوبونو کې وي.

په کابل کې زموږ همکار محمود کوچي له ښاعلي کرزي سره مرکه کړې او په سر کې یې ترې د هغه د کاندیدېدو د علت په اړه پوښتنه کړې.