د ځواکونو وتل 'زما' پر ژوند څه اغېز لري؟

د خپريدو وخت: 08:59 گرینویچ - سه شنبه 28 جنوري 2014 - 08 سلواغه 1392

۲۰۱۴ کال له افغانستانه د امریکايي جنګېدونکو ځواکونو د وتلو کال دی. افغانان پخپل هېواد کې د بهرنیو ځواکونونو د شتون او د وتلو په اړه بېلابېل نظرونه لري. د بي بي سي کاوون خموش له ځینو کابل مېشتو افغانانو سره خبرې کړې چې ایا د امریکايي ځواکونو وتل به د دوی پر ژوند څه اغېز وکړي؟

    • عصمت الله، کتاب خرڅوونکی

      که بهرنیان ولاړ شي، زموږ او د ټولو افغانانو ژوند به ښه شي.

      د بهرنیانو وتل زما پر ژوند هېڅ اغېز نه لري. که وي یا ولاړ شي زه به دلته یم او خپل کتابونه به خرڅوم او هره ورځ تر بلې ډېر کتابونه خرڅوم.

      د بهرنیانو تر تګ وروسته یوازېنی څیز شاید د امنیت خرابوالی وي، مثلاً مخکې موږ خپل امنیت پخپله نیوه، اوس ډاډه یم چې پخوانی وضعیت به نه راځي، او موږ دلته کار او ژوند کوو. بهرنیانو ته هېڅ اړتیا نه شته.

    • صنم سادات، هنرمنده

      لاهم بهرني ځواکونه شته او نه دي وتلي، دا چې تر اوسه امنیتي تړون نه دی لاسلیک شوی، د خلکو روحیه ټيټه شوې ده.

      زه د یوې افغانۍ نجلۍ په توګه دلته په ژوند کولو کې وېره لرم، او هره ورځ وېرېږم کله چې بهرني ځواکونه ووځي، څه به کېږي.

      فکر کوم تر دې به وضعیت لا خراب شي.

      بله مساله د ټاکنو ده، ما ټاکنو کې د رای ورکولو لپاره کارت اخیستی دی، خو چې بهرنیان ووځي، نه پوهېږم زموږ ټاکنې به سمې ترسره شي او که نه، او دا هم نه شم ویلی چې رایه به ورکړای شم او که نه.

      زه دغه د ماشومانو د لوبو د توکو دغه ځای کې کاروبار لرم، خو خلک یې د اخیستلو وس نه لري او هېڅ مشتریان نه لرم، نرخونه لوړ شوي، وضعیت ښه نه دی، اوس په دې سوچ کې یم، چې خپل کاروبار وتړم.

    • فیض الله، د ښاروالۍ کارکوونکی

      د بهرنیانو تل به ان شاء الله ښه اغېز ولري او د خدای په زور به زموږ وطن کې ارامي راشي.

      که امریکایان وي یا نه وي، هېڅ خبره نه ده. شاید ټول ووايي چې ډېر مشکلات به ولرو، که وغواړي یا ونه غواړي، زموږ وطن کې جنګ دی، خو که د بهرنیانو له وتلو وروسته جګړه ودرېږي او طالبان کښیني او جګړه بس کړي، ان شاء الله ارامي به راشي.

      ان که طالبان وغواړي وضعیت خراب هم کړي، فکر نه کوم چې دا توان دې ولري. ځکه چې موږ ملي پولیس او اردو لرو، چې زموږ امنیت نیسي، او د ستونزو مخه نیسي.

    • زلمی، ټکسي چلوونکی

      له دوولسو کلونو راهیسې ټکسي چلوم او ډاډه یم که چېرېژ امریکایان ولاړ شي، منفي اغېز به ولري.

      لومړی دا چې موږ داسې ځای ته لانه یو رسېدلي، چې له خپل ځانه دفاع وکړای شو او پر خپل ځان بسیا شو. زموږ ملي اردو ډېره کمزورې ده تر اوسه موږ سم هوايي ځواک، توپ او ټانک هم نه لرو.

      زموږ هېواد بهرنیو ځواکونو ته ډېره اړتیا لري که چېرې پاتې شي، موږ به خوشحاله شو؛ ځکه چې زموږ هېواد ابادېږي، خو که ولاړ شي، خدای مه کړه نور هېوادونه به لاسوهنې ډېرې کړي، او دغه هېواد به بیا خراب کړي.

    • وجیهه، محصله

      زه په دې نظر یم چې د بهرنیانو شتون او یا تګ زما لپاره ښه راتلونکی نه شي تضمینولی، موږ مسلمانان یو او زموږ راتلوکی له خدای پرته بل څوک نه شي تضمینولی.

      اوس چې بهرنیانو له افغانستانه د وتلو پرېکړه کړې، که چېرې زموږ حکومت سم شي او پر خپلو پښو ودرېږي، هېڅ خبره نه ده زموږ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه پر خپلو پښو ودرېږي.

      که اقتصادي ستونزې ډېرې هم ي، فکر نه کوم چې دومره حد ته دې ورسېږي، چې وېره خپره کړي.

    • عطاء الله نیازی، صراف

      که چېرې بهرني ځواکونه ولاړ شي، وېره لرم چې زموږ فعالیتونه به ودرېږي او یا به زموږ کاروبار له ستونزو سره مخامخ شي.

      وېره لرم که چېرې بهرنیان ووځي، ناامني او ګډوډي ډېره شي، څه به کېږي. نو بیا زه نه شم کولی دلته له دغو پیسو سره راشم؛ ځکه زموږ کار ډېر حساسیت او نازکتیا لري.

      د بهرنیانو وتل د ګڼو افغانانو پر ژوند منفي اغېز کوي، تاسو ګورئ چې ټول خلک کار کوي، ځینې یې چلوونکي دي، ځینې نور یې ژباړن دي، ځينې یې ساتونکي دي، که چېرې امریکایان ولاړ شي، ټول وزګارېږي او د افغانستان اقتصاد ته زیان رسېږي.

    • ملالۍ یوسفي، کندوز کې د یوې سیمه ییزې رادیو مشره

      دلته د د بهرنیو ځواکونو له خوا د ګڼو مؤسسو مالي ملاتړ کېږي. تر اوسه چې کوم بهرني ځواکونه وتلي، د دوی زیات فعالیتونه درېدلي دي او خپل کارکوونکي یې بیخي کم کړي او ګڼو مېرمنو هم خپلې دندې له لاسه وکړې دي.

      ما چې په تېر کې د امریکا د سفارت او جرمني حکومت له خوا پروژې لرلې، خو اوس دغه پروژې محدودې شوې او یا درېدلې دي.

      موږ دا وېره هم لرو که چېرې بهرني ځواکونه ولاړ شي، په ښار کې به زموږ تګ - راتګ هم محدود شي او په ټولنه کې به د ښځو فعالیتونه هم کم شي.

    • حامد عزیزي، ښوونکی

      پرته له دې چې اقتصادي مسائلو ته وګورو، په لومړي ګام کې دا وېره لرم، چې افغانستان دېرش کاله وړاندې پېر ته ستون نه شي، زما په هدف پوی شوې چې تنظیمونه دي که چېرې بهرنیان ووځي، نو کورنۍ جګړه به بیا پیل شي.

      زما په نظر له اقتصادي پلوه هم که چېرې بهرنیان ووځي، موږ د خپل هېواد د ابادولو وس نه لرو، موږ بهرنیانو ته اړتیا لرو چې پیسې راته پیدا کړي؛ ځکه چې د افغانستان بودیجه له بهره تامینېږي.

      که چېرې بهرنیان ولاړ شي او موږ ته پیسې رانه کړي، له ډېرو ستونزو سره به مخامخ شو، ځکه چې افغانستان پر خپل ځان بسیا نه دی.

    • جمیله، کابل، سوالګره

      موږ چې ځمکه نه لرو، وطن نه لرو او هېڅ نه لرو، که بهرنیان ولاړ شي هېڅ توپیر نه کوي، په هر حالت کې دلته راځم او سوال کوم چې پیسې پیدا کړم.

      ان که امنیت خراب هم شي او طالبان بېرته راشي، موږ ته هېڅ توپیر نه کوي، موږ بې وزه یو او خپل ځواب به پخپله وایو.

      زموږ اصلي وېره دا ده چې بیا پاکستان ته کډې کولو ته اړ نه شو، پر موږ نه طالب کار لري، نه بهرنی او نه هم بل څوک.

      په تېرو کلونو کې بهرني ځواکونه دلته زموږ د عکسونو اخیستو لپاره راغلي وو او یوازې خبرې به یې کولې.

      هېڅ د مرستې ژمنه یې هم راسره ونه کړه، پخپله افغانان یې اخلي او تر موږ نه رارسیږي، هېچا زموږ لاسنیوی ونه کړ.

    • عبدالخالق، لاسي خرڅوونکی

      زه د جوزجان له شبرغانه دلته راغلی یم، زموږ ولایت کې بهرنیان کم دي، یو یو بهرنی دی، که چېرې بهرنیان ووځي، موږ ته هېڅ مهمه نه ده، موږ کلیوال خلک یو، او هلته څوک د بهرنیانو په اړه فکر نه کوي.

      نه پوهېږم که بهرنیان وي یا نه وي، څه به کېږي، ځکه چې زموږ خلک اصلاً په دې مسائلو هېڅ فکر نه کوي.

      زما مشتریان بهرنیان هم دي او افغانان هم.

    • عظیم فخري، ګرافیک هنرمند، کابل

      د امریکايي ځواکونو په وتلو سره شاید زما په شخصي ژوند کې بدلون راشي، خو فکر نه کوم چې ډېر دې د اندېښنې وړ وي، ځکه چې اوس زموږ ځوانان د خپلو ګټو او زیانونو په اړه پوی شوي دي.

      که څه هم اقتصادي ستونزې به وي، خو فکر نه کوم که بهرنیان ووځي، طالبان بېرته راستانه شي.

      دا زما نظر دی، او زما پر ګرافیکي کارونو هم اغېز لري، مثلاً، طالبان مې داسې انځور کړي، چې د ګیتار وهلو په حالت کې دي.

      زه له یوه کورني بنسټ سره کار کوم، زما لویه اندېښنه دا ده چې موږ نن ډالري پیسې اخلو، ډالر زموږ پیسې نه دي، که چېرې بهرنیان ولاړ شي، نو د ګڼو افغانانو او ځینو بنسټونو کارونه به ودرېږي، او پایاله کې به پانګونه کمه شي.

    • عبدالحکیم، د غالیو سوداګر

      که چېرې بهرنیان زموږ له هېواده ووځي، سوداګري یو نړیوال کار دی، زموږ کار به ادامه پیدا کړي.

      که چېرې بهرنیانو تر اوسه له موږ سره مرسته کړې وای، ښه به وای، خو وینم چې سمه مرسته یې نه ده کړې، چې افغانستان کې کاروبار ډېر شي.

      تر ډېره په جګړه کې فکر کوي او بنسټیز کارونه یې نه دي کړي، حال دا چې په یوه ورځ کې یې افغانستان ابادولی شوای.

      خو په اقتصادي کارونو کې زموږ کاروبار مخکې ښه و، خو اوس ټول کارونه سره خراب شوي، افغانان د دغو غالیو د رانیولو وس نه لري، ځکه چې بیې یې لوړې ديږ

      په هر حال، که بهرنیان ووځي، موږ ته روزي راکوونکی خدای دی، موږ لومړی خپل لوی خدای لرو او بیا خپل حکومت، که څه هم له حکومته لاره ورکه ده، خو لرو یې.

ملٹی میڈیا

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .