په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د زندانیانو تبادله

ولسمشر اوباما د گوانتانامو د تړلو هوډ لري، دغلته په څه باندې يو نيم سل پاتې زندانيانو کې افغان طالبان هم شته. بي بي سي پښتو تلويزيون موندلې چې د متحدو ايالاتو او طالبانو ترمنځ د دغو زندانيانو د تبادلې په سر خبرې شوې دي.

واشنگټن د خپل يوه اسير عسکر غوښتنه لري او طالبان په گونتانامو کې د خپلو زندانيانو خوشې کېده غواړي.

زموږ همکار داود اعظمي د گوانتانامو زندان ته ورغلى، له هغه ځايه يې راسره د واشنگټن او طالبانو ترمنځ د زندانيانو د تبادلې په باب په ټينگو شويو اړيکو لږ وړاندې خبرې وکړې.