په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

په هلمند کې امنيتي اندېښنې ډېرې شوي دي

د افغانستان په هلمند ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له نشتوالي سره د نا امنيو وېره ډېره شوې ده.

خو په دغه جنگ ځپلي ولايت کې افغان ځواکونه وايي دوى پر خپل غليم برلاسي دي.

ځايي چارواکي مني چې ستونزې شته، خو ادعا کوي چې د خلکو همکاري يې خپله کړې ده.

زموږ همکار بلال سروري هلمند ته تللى، د سترگو ليدلى حال يې وينو: