په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

افغانستان کې د پوځي مشرتابه روزنې هڅې

31 جنوري 2014 - 11 سلواغه 1392 د خپرېدو نیټه 16:11 گرینویچ

له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره د امنيت چارې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي او د دغه هېواد د پوځي افسرانو نوې ملي اکاډمي د راتلونکو پوځيانو په روزنه بوخته ده.

دوى لومړني محصلين تېر کال د اکتوبر په مياشت کې ومنل. اوس يې ښځينه افسرانې هم گمارلې دي.

بي بي سي، افغان پوځي اکاډمۍ ته ورغلې او لومړنۍ ښځينه روزونکې يې ويني.

ثنا ساپۍ يې راته وايي.