په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

فکرلارې: افغان ټولنه کې د موسيقي او سندرغاړيو ننگونې

د طالبانو په واکمنۍ کې پر موسیقي له بندیز وروسته یو وار بیا په تېره لسیزه کې دغه هنر وغوړېد. هر کال په لسګونو نوې سندرې خپرېږي او د مینه والو تنده خړوبوي. خو ځینې زلمي چې نوی په دغه ډګر کې ګام ږدي وايي چې ټولنه دې هنر ته په ښه سترګه نه ګوري او ډیر اړ دي چې خپل ښکلی غږ تر نورو ونه رسوي.

ځینې خلک خوند ترې اخلي خو نه یې ستايي.

د بي بي سي د فکر لارې په دې بحث کې پردې خبرې وشوې چې له شته ستونزو سره به څرنګه وپايي؟

د پروګرام میلمانه:

برېښنا امیل، سندرغاړې او ژونالیسته

اسد الله محک، سندرغاړی

محسن بشرمل، سندرغاړی

دغه بحث له شمشاد تلویزیونه د اکتوبر په ۴ مه نېټه د ماښام پر شپږ بجو او ۳۰ دقیقې لیدل مه هېروئ.

وړاندې کوونکی: ایمل پسرلی

پروډیوسر/جوړونکی: اسمعیل میاخیل