په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

سړه هوا کې د کاندیدانو منډې ترړې

3 فبروري 2014 - 14 سلواغه 1392 د خپرېدو نیټه 15:34 گرینویچ

افغانستان کې د ولسمشرۍ د کانديدانو له خوا د انتخاباتي کمپاين په دويمه ورځ هم کانديدانو خپلو ملاتړو ته ويناوې وکړې. د اپرېل په مياشت کې د ترسره کېدونکو دغو ټاکنو دوه مياشتنى کمپاين د نا امنيو او ژمنۍ هوا له امله اسانه نه دى خو نوماندان هوډمن دي چې خپل پيغام تر خلکو په بېلا بېلو ډولونو ورسوي.

حفيظ الله معروف