په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د فېسبوک لسمه کلیزه دې مبارک وي خو؟

4 فبروري 2014 - 15 سلواغه 1392 د خپرېدو نیټه 17:08 گرینویچ

لس کاله وړاندې د هاورډ پوهنتون يوه محصل په خپله خوب خونه کې د خواله داسې رسنۍ جوړه کړه چې هيچا گومان نه کاوه دومره اغېزمنه به وي.

هغه شبکه فېسوک ده. په دې تېرو لسو کلونو کې تر يو ميليارد ډېرو خلکو د فېسبوک حساب پرانيست او د نړۍ په لرو بر کې يې له خپلو پېژندويو سره اړيکي پرې ټينگې کړې.

خو لکه ثنا ساپۍ چې یې په دې رپوټ کې وايي د لسمې کاليزې په درشل کې لا هم د محرميت او د موادو د خپرېدو پر تگلارو جدي پوښتنې راولاړېږي.