په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبانو 'د امریکا پوځي سپی نیولی'

طالبان وايي ختیځ افغانستان کې یې د امریکايي ځواکونو یو اړوند سپی نیولی. په هغه عکس کې، چې پر ټویټر ویبپاڼه خپور کړل شوی، یو کوچنی خرمايي رنګه سپی لیدل کېږي، چې زغره یې پر تن ده.

طالبان وايي دغه سپی 'ډګروال' نومیږي، چېر تېر دسمبر کې د شپې چاپې پر وخت داسې حال کې نیول شوی، چې یوه کوچنۍ (تۍ) برېښنايي ډېوه یوه کامره او یوه جي پي ایس کشفي اله ورپوري غوټه وو.

چاپه کې نیوله شوې هغه وسله هم ښوله شوې، چې معمولاً د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا کارول کېږي. د بي بي سي یو خبریال وايي دغه سپی سیمه کې د طالبانو له یوه لوړپوړي قومندان سره لیدل شوی دی. دغه سپی اوس یو جنګي بندي سپی معلومیږي.