په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

له عبدالرحیم وردګ سره ځانګړې مرکه

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند او پخواني دفاع وزیر عبدالرحیم وردګ وايي، که د دغه هیواد او امریکا تر منځ اوږدمهالی امنیتي تړون لاسلیک نه شي، نوافغان لورې به هغه څه باندې ۸ میلیارده ډالر له لاسه ورکړي، چې نړیوالې ټولنې یې شیکاګو،او توکیو په غونډو کې له افغانستان سره ژمنه کړې وه.

ښاغلی وردګ وايي دی د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره وړ کس دی او کولای شي د افغانستان امنیتي ځواکونو ښه سمبال کړي.

زموږ همکار خوشحال تایب له ښاغلي وردګ سره یوه مرکه کړې چې په سر کې ښاغلی وردګ پر دې خبرې کوي چې ولې یې ځان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته نومولی دی.