په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د جګړې د خاطرو نندارتون

Image caption د "جگړې او سولې خاطرو" په نامه د نندارتون سمبالوونکی نېک محمد شریف

د افغانستان د اوږدو کورنيو شخړو د قرباناينو لسگونه پاتې شوې نښې او بېلگې يوې بشر پالې ډلې په کابل کې نندارې ته وړاندې کړې دي.

د "جگړې او سولې خاطرو" په نامه دا څلورم نندارتون پر داسې يوه مهال جوړېږي چې په افغانستان کې ټولټاکنې راروانې دي.

سمبالوونکي وايي له دې لارې غواړي خلکو ته تېر ور په زړه کړي چې د راتلونکې په اړه پرېکړه په هوښيارۍ وکړي.

د جگړې او سولې نندارتون ته د قربانيانو نښې او يادگارنه څه ډول او له کومو ځايونو راټول شوي او څه ورسره کېږي؟

دا پوښتنه داود جنبش د مرکې په پیل کې د نندارتون له يوه سمبالوونکي نېک محمد شريف نه کړې ده.