په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

لس کاله وروسته کابل کې د پوليو پېښه

د افغانستان پلازمېنه کابل کې وروسته له هغه د پوليو يا گوزڼ ضد واکسينولو پراخې هلې ځلې پيل شوې چې په يوه لسيزه کې لومړي ځل يوه پېښه وليدل شوه.

دا ساري يا له يوه بل ته لېږدېدونکې ناروغي ماشومان فلج يا شلوي. دا ناروغي د افغانستان په لرې پرتو سيمو کې لا هم شته خو کال په کال کمه شوې ده.

د کابل نوې پېښه کې يو کوچی ماشوم په دې شلوونکي ويروس اخته موندل شوی.