په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ناموسي قتلونه او پر برتانوي پولیسو نیوکه

د ښځينه حقونو مبارزه چيانو پر برتانوي پوليسو نيوکه کړې چې ګواکې لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي قضيو ثبتولو کې پاتې راځي. دا د هغې خيريه ټولنې موندنې دي چې دغې ستونزې ته پام کوي.

د ايرانۍ او کوردۍ ښځو دغه ټولنه وايي کله چې د پوليسو له خوا د ناموس پر سر د تاوتريخوالي خبره راځي نو بيا د سيمې د ارزښت له مخې ورسره چلن کېږي.

دغه خيريه ټولنه وايي موندنې يې ښيي چې د خلکو ژوند له جدي گواښ سره مخامخ دى.