په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کابل د ګوزڼ د یوې پېښې شاهد

په ۲۰۰۱ کال د طالبانو تر واکمنۍ ختمېدا وروسته، د افغانستان پلازمېنه کابل کې د ماشومانو د ګوزڼ لومړۍ پېښه موندل شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت ویلي، کابل کې د جمیلې په نامه یوه درې کلنه نجلۍ په ګوزڼ اخته شوې، چې دوی غواړي د سرایت د مخنیوي لپاره یې پلازمېنه کابل کې د ګوزڼ واکسین کمپاین پیل کړي.