کابل کې د ''یو میلیارد غږونه'' غورځنګ ښځینه لاریون

د افغان ښځو ټولنه د یو میلیارډ غږونه / له نړیوال غورځنګ سره د یو ځای کېدو او د ښځو پر ضد د تاوتریخوالي د مخنیوي په موخه نن (پنجشنبې/ سلواغه ۲۴) په کابل کې لاریون کوي. د یو میلیون غږونو غورځنګ بنسټګره ایو اینسلر(Eve Ensler) وايي په نړۍ کې له هر دریو مېرمنو یوه یې د خپل عمر په اوږدو کې یا له جنسي تیري او یا هم له وهلو ټکولو سره مخ کیږي.

مېرمن اینسلر وايي د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پای ته رسول د بې وزلۍ د له منځه وړلو په شان مهم دي. د افغان مېرمنو شبکه دوه کاله وړاندې د یو میلیون غږونو له غورځنګ سره یو ځای شوې ده.

دغه انځورونه کابل کې د بي بي سي خوشحال تایب اخیستي.