افغانستان کې د شوروي د جنګي ماشين برخليک

د ۱۳۶۷ لمريز کال د سلواغې په ۲۶مه د پخواني شوروي اتحاد وروستی سرتېری د افغانستان په شمال کې د حيرتان له بندره تېر شو. شوروي ځواکونو د وتلو پر مهال په وسلو سمبال پوځ او پوليس تر شا پرېښودل. د شمېرو له مخې دوی په افغانستان کې شاوخوا ۵۰۰ جنګي او ترانسپورتي الوتکې، ۲۵۰۰ ټانکونه او نژدې ۵۰۰۰ زغره وال ګاډي پرېښودل. خو اوس افغانستان جنګي الوتکې نه لري او د هغه مهال د ګوتو په شمار ټانکونه ورپاتې دي.

دغه عکسونه په کابل کې د بي بي سي خبريال احمد شفاهي اخيستي دي.