په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"ټاکنو کې گډون د حزب اسلامي غړو غوښتنه وه"

د گلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي گوند وايي د افغانستان په کېدونکو ټاکنو کې يې ځکه د برخې اخيستو پرېکړه کړې چې نه غواړي د افغانستان په سياسي مسايلو کې بي پرې او بې توپيره پاتې شي . د دغه گوند د سیاسې کمیسیون او بهرنیوچارو مشر ډاکترغیرت بهیر بي بي سي ته وويل" په ټاکنو کې گډون د گوند د غړو غوښتنه وه." پرون اسلامي گوند اعلان وکړ چې د قطب الدين هلال د نوماندۍ ملاتړ کوي. اسلام اباد کې زموږهمکارطاهرخان، له ښاغلي بهير سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلى چې د اسلامي گوند د دغه اقدام دليل څه و.