په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د سوریې له حمصه له وتلو سړو نه تحقیقات کېږي

سوریه کې له هغو ۳۰۰ سړو لا هم پوښتنې گروېږنې روانې دي چې د حمص له ښاره تېره اوونۍ راوتلي وو.

دوى د ملگرو ملتونو په مرسته د کلابندو کسانو د ايستلو په بهير کې راوتلي وو.

بي بي سي د هغه ځاى د ليدو اجازه موندلې چې د سوريې حکومت په کې له حمصه د راوتلو سړو پوښتنې گروېږنې کوي.

نور جزییات په دې رپوټ کې چې اسماعیل میاخیل یې وړاندې کوي.