په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

طالبان: په دوبۍ کې خبرو اترو کې زموږ استازی نشته

وسله والو طالبانو ويلي په هغو خبرو کې چې افغان حکومت ويلي دى په دوبۍ کې له طالبانو سره روانې دي، د دوى کوم استازى گډون نه لري.

يوه افغان چارواکي وويل چې د سولې د عالي شورا استازي د آغا جان معتصم په مشرۍ د طالبانو له شپاړسو چارواکو سره دوبۍ کې خبرې کوي.

طالبان وایي، آغاجان معتصم د دوى استازيتوب نه شي کولاى.اوس پوښتنه داده چې افغان حکومت له دغه ډول خبرو چې وسله وال طالبان يې نه مني څه ترلاسه کول غواړي؟

په پېښور کې ميشت د سيمه ييزو چارو کارپوه رحيم الله يوسفزی په دغو خبرو کې د شوي پرمختگ په اړه غږېږي.