په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

مصر کې د الجزیرې خبریالانو محاکمه

درې تنه خبریالان چې د الجزيرې ټلويزيون لپاره کار کوي د هغو خبريالانو ترمنځ دي چې، نن په مصر کې له محاکمې سره مخامخ دي.

پر دوی تور دی چې ناسم خبرونه يې خپرول او د مصر په تورلېست کې شاملې شوې اخوان المسلمين ډلې سره یې مرسته کوله، داسې تورونه چې دوی یې ردوي.

دغې قضيې، تېر کال د ولسمشر محمد مرسي له پرځولو وروسته، تر اوسنۍ مشرتابه لاندې د وينا ازادۍ په اړه اندېښنې را پورته کړې دي.