په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د نړۍ هر هېواد پرتله ډېر وګړي په برازيل کې وژل کېږي

په تېرو څو کلونو کې، برازيل په ګړندۍ توګه نړيوال دريځ ته دانګلي، خو لا تر اوسه پر دې نه دی توانېدلی چې د تاوتريخوالي تېزه کچه راکابو کړي چې د دغه هېواد بېلابېل ښارونه يې پر سر اخيستي دي.

جنسي تېري او د وژنو پېښې په چټکۍ لوړېږي او د نړۍ نژدې هر هېواد پرتله ډېر وګړي په برازيل کې وژل کېږي.

د پوليسو يو پروګرام چې په بېوزلو مېنو کې يې ارامونه بولي، په دې معنا دی چې بدکاره ډلې له بېوزلو سيمو وباسي، او بېلابېلې پايلې يې لرلې دي.