په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

عادله راز: له امریکا سره تړون کې مهم افغان سوله او امنيت دی

د کابل او واشنگټن ترمنځ د امنيتي او پوځي تړون د لاسليک له ځنډ وروسته، د امريکا ولسمشر باراک اوباما خپل دفاع وزارت ته ويلي چې له افغانستانه، د روان کال تر پايه د خپلو ټولو، سرتېرو د ايستلو ممکنه پلان چمتو کړي.

که دغه تړون لاسليک نه شي افغانستان کې له ٢٠١٤ کال وروسته د امريکا پاتې کېدل ناقانونه کېږي.

د افغان ولسمشر يوه ويانده عادله راز وايي له امریکا سره تړون کې مهم افغان سوله او امنيت دی.