په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

آیا هنري اثر له ليدونکي سره خبرې کوي؟

وايي هنري اثر له خپل ليدونکي سره خبرې کوي، ډېرو دا خبره اورېدلې خو لږو به دغه خبرې لیدلې وي.

اوس داسې عينکې جوړې شوي چې د يوه هنري اثر بېلا بېل اړخونه ليدونکي ته هغسې بيانوي لکه په رښتيا چې خبرې ورسره کوي.

د واشنگټن د انځورونو ملي گلري ګورئ چې ځينې اثار په کې په نويو عينکو کتل کېږي.