په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د انسان داړونکي پړانګ د نیولو په لټه کې

د هند شمال کې د يو انسان داړونکي پړانګ نيولو هڅې ګړندۍ شوې چې تر اوسه يې لس کسان وژلي دي.

د دغه پړانګ ډېری قربانيان بزګران وو.

ځينو ويلې چې کېدی شي دا يوه پړانګه وي، خو له يوې نيمې مياشتې راهيسې چې لومړی ځل يې بريد کړی، د کابو کولو او ښکار ډله يې نيولو ته نژدې نه ښکاري.