لاندینی غږیز مطلب ډونلوډ کړئ

اوچت کیفیت mp3‏ (4.2 میګابایټ)

مراد: پر بنګله دېش زموږ بریا ځوانان وهڅول

2 مارچ 2014 - 11 کب 1392 د خپرېدو نیټه 06:06 گرینویچ

د افغانستان د کرېکټ بورډ اجرایوي مشر ډاکټر نور محمد مراد

د افغانستان د کریکټ بورډ اجرایوي مشر نور محمد مراد بي بي سي ته د کریکټ اتلولیو په اړه وویل، چې افغان لوبډلې پر بنګله دېش لویه بریا ترلاسه کړه.

له عنایت الحق یاسني سره په خبرو کې ښاغلی مراد وايي، بنګله دېش ۲۹ لوبې کړې، چې افغانستان په خپله څلورمه لوبه کې کوربه هېواد ته ماتې ورکړه، چې د ځوان کهول پر مورال به ښه اغېز وکړي.